لومړی مخ

ويکيپېډيا ته ښه راغلئ

پښتو ويکيپېډیا یو وړيا پوهنغونډ دی چې هر څوک یې سمولای شي.

زموږ ژبه دم‌مهال ۲۰٬۸۳۶ ليکنې لري.

مرسته غواړئ؟ لاندې کليک کړئ؛

د فېسبوک رسمي حساب د واټس‌اپ رسمي حساب د انسټاګرام رسمي حساب د يوټيوب رسمي حساب  اېکس رسمي حساب

د نن غوره ليکنه

خوشال خان خټک

خوشال خان خټک د پښتو ادب په کلاسیکه شاعرۍ کې خوشال هغه علامه ، نابغه ، ستر شاعر او لوی ادیب دی ، چې د څه کم څلورسوه کالو راهيسې دده کلتوري خزانه تر ننه پورې دافغان ولس د نړۍ د لويو پوهانو او پوهنيزو مرکزونو د پاملرنې او څېړنې وړ گرځېدلې ده . د څېړونکو ځیرکتنه به تر هغې پورې دغه کلتوري میراث ته وجود ولري ، څو چې په نړۍ کې ولسونه په پوهنه او څېړنه بو خت وي . له خوشال څخه کوټې کوټې موضوعات او درانه درانه اثار په میراث راپاتې دي . دده اثار د شعر ، ادب ، ژبپوهنې او نورو بېلا بېلو پوهنو او څېړنو لپاره لوی دریاب دی ، چې لامبوزن هم پکې ستر کېږی؛ خو دده برید ، پوله ، سر او تل به تر خپلې لامبو لاندې داخل نه کړي او د ژوند تر پایه به پکې ستړی او ستومانه وي . ( بشپړه ليکنه...)

د نن سبا خبرونه

اغا خان په لندن کي د افغانستان په اړه کنفرانس ته د خبرو په حال کي
اغا خان په لندن کي د افغانستان په اړه کنفرانس ته د خبرو په حال کي
  • ۱۴ ډیسمبر ۲۰۲۵: د اسټرالیا په پلازمېنه سیډني کي پر یهوادنو باندي د یو برید له امله ۲۰ تنه یهودان مړه او یو شمېر ټپیان سول.
  • ۹ ډېسمبر ۲۰۲۵: د متحده ايالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مهاجرتونو د محدودولو د اعلان سره سم امریکا د ٥٠ ایرانیانو یوه ډله د ایروزونا ایالت څخه په چارټر الوتکه کې تهران ته واستوله او د ٥٥ ایرانیانو یوه بله ډله په راروانو ورځو کې له دې هېواده باسي.
  • ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵: پر ډیورنډ کرښه تر خونړیو نښتو وروسته افغانستان د پاکستان په ټینګار او غوښتنه پر ۴۸ ساعته اوربند هوکړه وکړه.
  • ۳۱ جولای ۲۰۲۵: د فوټبال د ملي لوبډلي تکړه لوبغاړی؛ قاسم جان اتل په کندهار کې وفات سو.
  • ۱۱ مارچ ۲۰۲۵: د جعفر ایکسپریس بريد؛ بلوڅ وسله‌والو شاوخوا ۱۰۰ پاکستاني پوځیان وتښتول.
  • ۲۰۲۵ فبرورۍ ۴ مه : کریم اغا خان (په لوړ انځور کي)؛ د اسماعيلي شیعه‌ګانو ۴۹م امام د ۸۸ کلونو په عمر د پرتګال په پلازمېنه لزبن کې مړ شو.
  • ۲۰۲۵ جنورۍ ۱۰ مه: د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر د کډوالو چارو وزير وټاکل شو.
  • ۲۰۲۴ ډېسمبر ۳۰ مه: پر ښځو باندې د بندیزونو لړ کې اقتصاد وزارت په یوه تعقیبي مکتوب کې له داخلي او بهرنیو موسسو غوښتي، ترڅو ښځینه کارکوونکې ګوښه کړي. وایي، که یې امر ونه منل شي، فعالیتونه به یې وځنډوي او جواز به یې لغوه کړي.
  • ۲۰۲۴ ډېسمبر ۳۰ مه: د هېواد د وزن پورته کولو ملي لوبډلې لوبغاړي زبیر نظري د قطر کپ اسیایي سیالیو کې د ۲۵۰ کیلو وزن په پورته کولو سره اتم مقام خپل کړ.
  • ۲۰۲۴ ډېسمبر ۳۰ مه: د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر جیمي کارتر مړ شو.
  • ۲۰۲۴ ډسمبر ۲۹ مه: په سوېلي کوریا کي د الوتکې پرېوتو یوې خونړۍ پېښې له کبله ۱۲۵ وګړي وژل شوي دي.

د نن غوره انځور 

د افغانستان کريکېټ ملي لوبډله په ۲۰۲۴ زېږديز کال نړيوال شل اوريز جام سياليو کې استراليا ته د ماتې وروکولو وروسته خپله خوښي څرګندوي. د افغانستان کريکېټ ملي لوبډله په ۲۰۲۴ زېږديز کال نړيوال شل اوريز جام سياليو کې استراليا ته د ماتې وروکولو وروسته خپله خوښي څرګندوي.

انځورګر: [Darrian Traynor/ICC/Getty Images]

ويکيپېډيا نورې برخې

د پښتو ويکيپېډيا ځينې لارښود مخونه دا دي؛

د ويکيپېډیا خورلڼې پروژې

د پښتو ويکيپېډيا خورلڼې پروژې په لاندې توګه دي؛

ويکيپېډیا په نورو ژبو

ويکيپېډیا په ۲۰۰۱ (۲۰۰۱) کې پیل او په پښتو ژبه ۲۰٬۸۳۶ لیکنې لري.

ويکيپېډیا په نورو ژبو کې

ژبه